TOOSnews
اعلان
«مېډل ایسټ مانېټر»: د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د ټي‌ټي‌پي پر سر له اختلافاتو اوښتی.
نړۍټوس نیوز

«مېډل ایسټ مانېټر»: د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د ټي‌ټي‌پي پر سر له اختلافاتو اوښتی.

۱۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

«مېډل‌ایسټ مانیټر» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر فعالیتونو او سرحدي مسایلو محدود نه دي؛ بلکې په منځني ختیځ کې د اسلام‌اباد د امنیتي او دفاعي رول له پراخېدو سره، افغانستان هم د پاکستان پر وړاندې د فشار پر یوه مهم محور بدل شوی دی.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د «مسکو فورم» غونډه د روسیې په کوربه‌توب د اکتوبر په پنځمه ترسره شي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ به د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. روسي چارواکو ویلي چې هڅه کوي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.

راپور زیاتوي چې پاکستان له طالبانو غواړي، د ټي‌ټي‌پي ترڅنګ له هغو شبکو سره هم خپلې اړیکې پرې کړي چې د افغانستان او پاکستان د تېرو جګړو پر مهال رامنځته شوې دي. د راپور په وینا، د طالبانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د تاریخي اړیکو او ګډو شبکو له امله، دا غوښتنه د طالبانو لپاره یوه پېچلې موضوع ده.

د دې رسنۍ په وینا، اسلام‌اباد د سرحدي فشارونو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو له لارې هڅه کړې چې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې جدي اقداماتو ته اړ کړي؛ خو د فشارونو زیاتول ښايي د پاکستان مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي.

راپور همداراز وايي چې دې وضعیت طالبان هڅولي چې پر پاکستان خپله تکیه کمه او له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هند، سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په ورته وخت کې، په بدخشان او نورستان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو فعالیتونو هم امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی. پاکستان د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ ادعاوې رد کړې دي او د اسلام‌اباد له لوري د دغو ډلو د سازمان‌شوو ملاتړ په اړه کافي شواهد نه شته.

«مېډل‌ایسټ مانیټر» په دوام کې لیکلي چې له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د دفاعي همکاریو پراخېدل هم د سیمې معادلات بدلوي. اسلام‌اباد اوس په داسې حال کې په منځني ختیځ کې خپل امنیتي رول پراخوي چې په لوېدیځو پولو کې له امنیتي ننګونو سره هم مخ دی.

د دې رسنۍ په باور، د افغانستان تحولات نور یوازې د جنوبي اسیا موضوع نه ده؛ بلکې په منځني ختیځ کې د پاکستان د مخ پر زیاتېدونکي امنیتي رول له امله، د افغانستان وضعیت د یوې پراخې سیمه‌ییزې معادلې برخه ګرځېدلی دی.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.