د طالبانو د مالیې وزارت وایي، پر وارداتي اوړو د ګمرکي تعرفې له لوړولو وروسته افغانستان ته د غنمو واردات ۳۴۵ سلنه زیات شوي دي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اوړو د پروسس صنعت د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال د غنمو پر وارداتو ګمرکي تعرفه کمه شوې وه، خو د اوړو تعرفه له ۵ سلنې څخه ۸ سلنې ته لوړه شوه، څو داخلي تولیدات وهڅول شي.
وزارت زیاتوي، د نوې تعرفې له پلي کېدو وروسته هېواد ته د غنمو واردات په چټکۍ زیات شوي، چې له امله یې د اوړو د تولید فابریکو فعالیت پراخ شوی او د داخلي تولیداتو کچه هم لوړه شوې ده.
د شمیرو له مخې، د ۱۴۰۵ مالي کال د کب او وري په میاشتو کې افغانستان ته ۱۹۸ زره ټنه غنم وارد شوي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۳ د کب او د ۱۴۰۴ د وري په ورته موده کې دا شمېر یوازې ۴۴ زره ټنه و.
د مالیې وزارت په وینا، دا بدلون د غنمو په وارداتو کې د ۳۴۵ سلنه زیاتوالي ښکارندویي کوي او تمه ده چې د کورنیو تولیدي فابریکو ظرفیت، د کار فرصتونه او د داخلي تولیداتو ونډه نوره هم لوړه شي.
افغانستان هر کال میلیونونه ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې یوه برخه یې په کور دننه تولیدېږي او پاتې له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
لیکوال:سعید سمیر








