د روسیې او قزاقستان ګډ سوداګریز پلاوي د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره یې لېوالتیا ډېره شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، افغان لوري له روسي او قزاقي شرکتونو وغوښتل چې د کانونو د استخراج ترڅنګ د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس فابریکو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.
د خونې رئیس سید کریم هاشمي ویلي، دواړه لوري باید د سوداګرۍ د پراختیا، د سوداګریزو خنډونو د کمولو، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د B2B غونډو د جوړولو او د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړه، افغانستان چمتو دی تازه او وچه مېوه، زعفران، ځڼغوځي، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې روسیې او قزاقستان ته صادرې کړي، او په بدل کې له دغو هېوادونو د نفتي توکو، غلو، نباتي غوړیو، صنعتي ماشینآلاتو، فولادو، کیمیاوي سرو او نورو خامو موادو واردولو ته لېوالتیا لري.
په همدې حال کې، د روسیې د داغستان د صادراتو رئیس ارسین غمزه توف او ورسره مل سوداګرو ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته د روسي شرکتونو پام زیات شوی او له سلو ډېر روسي سوداګر چمتو دي افغانستان ته سفر وکړي او د ګډو سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








