له ۲۰ څخه زیاتو مدني بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر، یوهان وادفول، څخه غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول همکاري پای ته ورسوي او د افغانستان د وګړو د منلو په اړه د آلمان ژمنې په بشپړه توګه عملي کړي.
دا لیک هغه مهال وزیر ته وسپارل شو چې نوموړي د آلمان د کیل ښار ته سفر کړی و، او د لاسلیک کوونکو سازمانونو استازو هغه ته وړاندې کړ.
لاسلیک کوونکو د طالبانو پر وړاندې د جرمني د سیاست په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له جرمني یې غوښتي چې له هر ډول همکارۍ او اقدام څخه ډډه وکړي چې د دوی په باور طالبانو ته سیاسي او دیپلوماټیک مشروعیت ورکوي.
دا لیک د «افغانستان مه هېروئ» بنسټ استازو، هېلن راک او لېني هینتسه، او د «د شلسوېګ-هولشتاین ایالت کې د افغانانو د مشارکت» بنسټ استازو، فرنګیس سوګند او لاوا محمدي، د لاسلیک کوونکو سازمانونو په استازیتوب د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره.
په دې لیک کې همدارنګه له آلمانه غوښتل شوي چې د افغانستان په اړه په خپلې تګلارې کې بشري حقونه د اساسي اصل په توګه په پام کې ونیسي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې طالبانو ته مشروعیت وربښي.
لاسلیک کوونکو د افغانستان د وګړو، په ځانګړې توګه له خطر سره د مخ کسانو، د ملاتړ او منلو پروګرامونو د چټک عملي کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې له هر ډول داسې هوکړې څخه دې ډډه وشي چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو یا د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لامل شي. دوی همدارنګه غوښتنه کړې چې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانې او د مدني ټولنې استازي دې د افغانستان اړوند پرېکړو کې فعاله ونډه ولري.
د ښځو د حقونو فعالې او شاعرې، فرنګیس سوګند، چې د دې لیک له لاسلیک کوونکو څخه ده، ویلي:
«په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له کړاو، شکنجې او تعقیب سره مخ دي،جرمني د طالبانو د استازو په منلو سره دې ډلې ته مشروعیت ورکوي.»
هغې زیاته کړه:«آلمان او اروپايي ټولنه د ډېرو افغانانو لپاره د ظلم او د بشري حقونو له سیستماتیک نقض څخه د خلاصون وروستۍ هیله وه، خو اوس داسې ښکاري چې سیاسي ملاحظې د زرګونو انسانانو له درد او ژوند څخه مهمې ګڼل کېږي. موږ د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې کېدای نه شو، او له همدې امله مو په دې لیک کې له طالبانو سره د هر ډول همکارۍ د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.»
لیکواله:سلیمه آریایي








