د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
مجاهد د نوموړي خبرې بېاساسه بللې او ویلي یې دي، طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې د امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی او د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو ملاتړ نه کوي.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګندېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا طالبان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې ځینې بریدګر له افغان خاورې فعالیت کوي.
لیکوال:سعید سمیر








