TOOSnews
اعلان
ملا يعقوب له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته: له روسیې سره د پوځي تړون عملي پلي کېدل به ډېر ژر پیل شي.
نړۍټوس نیوز

ملا يعقوب له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته: له روسیې سره د پوځي تړون عملي پلي کېدل به ډېر ژر پیل شي.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، په روسیه کې د جوړې شوې نړیوالې امنیتي غونډې له ګډون وروسته، تېره ورځ کابل ته راستون شو.

ښاغلي مجاهد د یادې غونډې د ګډون لپاره، چې د روانې میلادي میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې ترسره شوه، مسکو ته سفر کړی و.

د طالبانو د دفاع وزیر کابل نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي همکاریو د هوکړه‌لیک د عملي پړاو د پیل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې هوکړه‌لیک عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

هغه زیاته کړه: «پر دې هوکړه‌لیک به بحثونه او خبرې اترې وشي، څو د هغې د تطبیق او عملي کېدو څرنګوالی وټاکل شي.»

د مسکو امنیتي غونډه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د امنیتي همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو اړوند موضوعاتو باندې بحث شوی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.