TOOSnews
اعلان
ننګرهار کې د بيو د كنټرول كميسيون د سرغړونو له امله د خښتو بټۍ او څلور نانوایۍ تړلي دي.
اقتصاديټوس نیوز

ننګرهار کې د بيو د كنټرول كميسيون د سرغړونو له امله د خښتو بټۍ او څلور نانوایۍ تړلي دي.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون د بازار د څارنې په لړ کې د سرغړونو له امله یوه د خښتو بټۍ او څلور نانوایۍ تړلي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ د ټاکل شوي نرخ څخه د لوړ پلور او په بیل کې د رسمي نرخ د نه درج کولو له امله تړل شوې ده. مسوولینو ویلي چې له ټاکل شوي نرخ څخه سرغړونه د منلو وړ نه ده او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې، د جلال‌اباد ښار په کابل هډې او عبدالحق مېنې سیمو کې څلور نانوایۍ د کم وزنه او ټیټ کیفیت لرونکې ډوډۍ د پخولو له امله تړل شوې دي. چارواکي وايي دا اقدام د نانوایانو د فعالیت د څارنې او د خلکو لپاره د معیاري ډوډۍ د برابرولو په هدف شوی دی.

کمیسیون زیاته کړې چې له یو شمېر نورو نانوایانو څخه یې د سرغړونو د نه تکرارولو ژمنې هم اخیستي او په بازارونو کې یې له هټیو څخه د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.