د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، امریکا او اسراییل د یو بل تر ټولو ستر متحدین دي او د دواړو هېوادونو اړیکې ځانګړی ارزښت لري. هغه ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اسراییل او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډې موخې شته او تر هغه چې دی د اسراییل لومړی وزیر وي، ایران ته به د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.
نتنیاهو له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي وېنس وروستۍ څرګندونې هم رد کړې او ویې ویل چې اسراییل د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ګڼ ملګري لري، خو د واشنګټن او اورشلیم ترمنځ اړیکې ځانګړی اهمیت لري.
هغه زیاته کړه، که څه هم امریکا له ایران سره د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو هڅې کوي، خو د دواړو هېوادونو اساسي هدف یو دی؛ یعنې ایران باید خپل د اټومي وسلو پروګرام پرېږدي، غني شوي اټومي مواد له منځه ولاړ شي او د یورانیمو د غني کولو تاسیسات یې ړنګ شي.
نتنیاهو وویل، د هغه په باور، د اسراییل او امریکا ګډ فشار پر ایران د دې لامل شوی چې د خبرو اترو له لارې هم د یادو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي، او اسراییل هیله لري چې دا اهداف د مذاکراتو له لارې عملي شي.
لیکوال:سعید سمیر








