د اوکراین له دندې ګوښه شوي دفاع وزیر، میخایلوف فیدوروف، د جګړې په شرایطو کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د یوه میکانیزم د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. هغه په یوه ویډیو کې چې په یوټیوب کې یې خپره کړې، ویلي: «ډیموکراسي باید د روسیې یرغمل نه شي. موږ په همدې دلیل جګړه کوو چې غواړو یو ازاد اروپايي هېواد پاتې شو.»
اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې د پوځي حکومت تر شرایطو لاندې دی؛ هغه وضعیت چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د جګړې د شرایطو تر پای ته رسېدو پورې د ټاکنو ترسره کول ځنډوي.
فیدوروف، چې په خپله ویډیو کې یې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي نوم وانخیست، د جولای په وروستیو کې، د خپلې دندې له پیل یوازې شپږ میاشتې وروسته، په ناڅاپي ډول د دفاع وزارت له څوکۍ ګوښه شو. دې پرېکړې د اوکراین په ځینو برخو کې له اعتراضونو سره مخ شوه. زلنسکي تر اوسه د فیدوروف وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د فیدوروف ګوښه کېدل په پراخه کچه د هغه او د اوکراین د پوځ د لوی درستیز اولکساندر سیرسکي ترمنځ تاوتریخوالي ته منسوب شوي؛ که څه هم سیرسکي هم څو اوونۍ وروسته، د سیاسي فشارونو او لاریونونو له زیاتېدو سره، له خپلې دندې ګوښه شو.
فیدوروف په دې ویډیو کې د خپلو شخصي سیاسي پلانونو په اړه ډېر جزیات وړاندې نه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې یو «قانوني، خوندي او واقعبینانه میکانیزم» باید رامنځته شي، څو اوکراین وکولای شي حتی د اوږدې جګړې په شرایطو کې هم خپل بشپړ دیموکراټیک بهیر بېرته فعال کړي.
هغه همداراز په حکومتولۍ کې د «سیستماتیک بحران» یادونه وکړه او وېره له بدلونونو او مالي فساد څخه یې د هغو عواملو په توګه یاد کړل چې د اوکراین د جګړې هڅو ته زیان رسوي.
فیدوروف د دفاع وزارت د مشرتابه پر مهال، په ځانګړې توګه د فساد پر وړاندې د مبارزې، ډیجیټل کېدو او د معلوماتو د کارولو له لارې د جګړهییزو لیکو پر سر د اوکرایني ځواکونو د فعالیت د ښه کولو له امله پېژندل کېده. نوموړی تر دې مخکې د ډیجیټلي بدلون وزیر و او د جګړې په لومړیو ورځو کې یې د «اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ پوځ» جوړ کړ.
هغه د «د بېپیلوټه الوتکو پوځ» د طرحې په رامنځته کولو او رهبرۍ کې هم مهم رول درلود. فیدوروف په دې وروستیو کې له ایلان ماسک څخه وغوښتل چې د روسیې ځواکونو له خوا په بېپیلوټه عملیاتو کې د سټارلینک سپوږمکۍ د کارولو مخه ونیسي؛ هغه موضوع چې د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې د پوځي عملیاتو پر بهیر اغېز کولی شي.
د فیدوروف له ګوښه کېدو وروسته، زلنسکي د اطلاعاتي ادارو له لوړپوړو چارواکو څخه یو، یوګیني خمارا، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکه. که څه هم فیدوروف ته د پوځي نوښتونو په چارو کې د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون نورې دندې هم وړاندیز شوې دي، خو هغه ویلي چې یوازې هغه مهال به په حکومت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې بېرته د دفاع وزیر په توګه وټاکل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








