د پاکستان پوځ ادعا کړی، چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې یې د تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې وژل شويو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دا عملیات د هغو وسله والو پر ضد ترسره شوي، چې د چارواکو په وینا د ملکي شخصیت ملک سیف الله داوړ د هدفي وژنې په پېښه کې ښکېل وو. پوځ ادعا کوي چې د دغې پېښې عاملینو ته «سزا» ورکړل شوې او د هغوی پر ضد اقدامات ترسره شوي دي.
یادونه شوې ده، چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې په کې د داوړ قوم یو مشر ملک سیف الله خان وژل شوی و.
د پاکستان پوځ ویلي، په سیمه کې د پټو وسله والو د له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات لا هم دوام لري.
بل لور ته، د دې ډول پوځي عملیاتو او د وژل شوو وسله والو د شمېر په اړه ادعاوې وخت په وخت د پاکستان پوځ له لوري مطرح کېږي، خو له خپلواکو سرچینو څخه د دغو عملیاتو او د وژل شوو کسانو د هویت تصدیق تل نه وي شوی.
لیکوال:سعید سمیر








