د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په افغانستان کې پر ځینو سیمو د دغه هېواد هوايي بریدونه تایید کړي او ادعا یې کړې چې په دوو «دقیقو او هدفمند» بریدونو کې ۲۲ «ترهګر» وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویه اندازه له منځه وړل شوې ده.
دغه وزارت په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په سهار، د تلې په نهمه، خپره شوې، ویلي چې دا بریدونه د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملیاتو په دوام او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. د وزارت په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او هغې ډلې چې دوی یې «فتنه الهندستان» بولي، پټنځایونه په دوو سیمو کې په نښه شوي دي.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړي، خو ویلي یې دي چې په کونړ او هلمند کې په دغو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې د کونړ د شلتن او چوګام ولسوالیو او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ استوګنیزې سیمې د دغو بریدونو هدف ګرځول شوي دي.
لیکواله:محبوبه بابري








