د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد انصاري، د ایران هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکي درې ایراني پیلوټان یې نیولي دي. نوموړي وویل چې د دغو «ګمراه کوونکو څرګندونو» له اورېدو ډېر حیران شوی دی.
ښاغلي انصاري د شنبې په شپه (د زمري ۲۴مه) پر اېکس په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: «موږ د ایراني پیلوټانو د نیول کېدو په اړه مطرح شوې ادعاوې په کلکه ردوو.»
سید محمد باقرزاده، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د ورکو کسانو د لټون د کمېټې قوماندان، یوه ورځ مخکې ویلي و چې درې ایراني پیلوټان د قطر په اسارت کې دي.
نوموړي له نړیوال سره صلیب څخه غوښتنه کړې وه چې د هغوی د برخلیک د روښانه کېدو لپاره همکاري وکړي.
دغه د سپاه پاسداران قوماندان په یوه لیک کې چې ایراني رسنیو یې متن خپور کړی، له نړیوال سره صلیب څخه غوښتي چې د دغو پیلوټانو د وضعیت په روښانه کولو کې مرسته وکړي. هغه لیکلي چې د ایران دوه سوخو-۲۴ جنګي الوتکې د روان کال د مارچ په دویمه د «جنګي ماموریت» لپاره په قطر کې د یوه پوځي اډې پر لور استول شوې وې، خو د بېرته ستنېدو پر مهال د هوايي دفاعي سیستمونو له برید سره مخ شوي او پیلوټانو یې ځانونه په پاراشوټونو وژغورل.
هغه زیاته کړې چې له څلورو پیلوټانو څخه، مجید کاظمي، تېره میاشت په شیراز کې خاورو ته وسپارل شو او درې نور پیلوټان «ژوندي د قطري ځواکونو له خوا نیول شوي دي».
خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران پر جنګي الوتکو هغه دفاعي برید تایید کړی چې د قطر د هوايي حریم له نقض وروسته ترسره شوی و، خو ویلي یې دي چې د پیلوټانو له برخلیک څخه خبر نه دي.
انصاري ویلي: «زموږ د قلمرو د دفاع لپاره لازم اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شول. په دې برخه کې باید یادونه وکړو چې د قطر د لټون او ژغورنې ټیمونو د پیلوټانو د پاتې شونو د موندلو په برخه کې خپل مسوولیتونه په بشپړه توګه ترسره کړل. د قطر حکومت له ایراني لوري سره اړیکه ونیوله، څو د هغو پاتې شونو د سپارلو چارې همغږې کړي چې د یوه پیلوټ پاتې شوني موندل شوي وو، او دا کار د نړیوال بشردوستانه حقوقو له اړوندو مقرراتو سره سم ترسره شي.»
په تېرو میاشتو کې ایراني رسنیو د جګړې په لومړیو ورځو کې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو د عملیاتو په اړه راپورونه خپاره کړي دي. همداراز، یو شمېر ایراني پوځي چارواکو او پوځي کارپوهانو ادعا کړې چې د ایران زړې جنګي الوتکې، لکه اف-۵، پر کویټ هم بریدونه کړي او پیلوټان یې په خوندي توګه بېرته ستانه شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








