د هند لومړي وزیر نرندرا مودي څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د هېواد د ګټو د ساتنې لپاره خلک باید د یو کال لپاره د سرو زرو د ګاڼو له اخیستلو ډډه وکړي، حتی که په دې موده کې بېلابېل مراسم او مناسبتونه هم ترسره شي.
مودي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «وطنپالنه یوازې دا نه ده چې انسان د هېواد په پولو کې د خپل ژوند قرباني ته چمتو وي، بلکې په اوسني وخت کې دا هم مانا لري چې خلک په خپل ورځني ژوند کې مسؤلانه چلند وکړي او خپلې ملي دندې ترسره کړي.»
له دغو څرګندونو درې ورځې وروسته، د هند حکومت د سرو زرو د وارداتو مالیه له ۶ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه. د نړۍ د سرو زرو دوهم ستر بازار لپاره، چې هم د ګاڼو او هم د پانګونې له پلوه مهم بلل کېږي، دا پرېکړه یوه مهمه او سخته پرېکړه ګڼل شوې ده. د شمېرو له مخې، په تېر مالي کال کې هند د ۷۲ میلیارده ډالرو په ارزښت سره زر وارد کړي وو.
سره زر د هند په کلتور کې ځانګړی ځای لري او معمولاً په ودونو کې د ډالۍ په توګه کارول کېږي. همدارنګه، ډېری کورنۍ دغه قیمتي فلز د کورنۍ د میراث په توګه راتلونکو نسلونو ته سپاري.
د هند حکومت وايي چې د سرو زرو پراخ واردات د بهرنيو اسعارو د زیات مصرف لامل کېږي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د تېلود بیو له لوړوالي سره هم مخ دی. هند د خپلې اړتیا تر ۸۵ سلنې زیات تېل واردوي او د انرژۍ د بیو لوړېدو د دې هېواد پر اقتصاد لا زیات فشار راوستی دی.
وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو،اسرائیل او ایران تر منځ پوځي شخړې پیل شوې او د هرمز تنګی وتړل شو، د نړۍ د تېلو بیې په څرګند ډول لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او مایع ګاز له همدې لارې لېږدول کېږي.
د انرژۍ د لګښتونو زیاتوالي د نړۍ بېلابېل حکومتونه دې ته اړ کړي چې د سپما تګلارې غوره کړي. خو هند له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په مستقیم ډول یې له خپلو وګړو غوښتي څو د سرو زرو اخیستل کم کړي.
اقتصادي کارپوهان وايي چې د سرو زرو او تېلو د وارداتو لګښت، چې ډېری وخت په ډالرو ورکول کېږي، د هند د اسعارو پر بازار ډېر فشار راوړی دی. د ډالرو د تقاضا زیاتوالی د روپۍ د ارزښت د کمېدو لامل شوی او د هند ملي اسعارو سږ کال د ډالر پر وړاندې شاوخوا ۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی، چې دا چاره کولای شي د انفلاسیون د زیاتېدو لامل شي.
سانجیو اګروال، چې په نوي دهلي کې د سرو زرو سوداګر دی، ویلي: «د سرو زرو او ګاڼو بازار لپاره دا وضعیت حتی د کرونا له دورې هم سخت دی.»
ابیشک اګروال، چې د پلازمېنې یو بل د ګاڼو پلورونکی دی، هم ویلي چې بازار د رکود په حالت کې دی، او که خلک د سرو زرو اخیستل بند کړي، د ډېرو پلورونکو لپاره به خپل کاروبار ته دوام ورکول ستونزمن شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








