رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قطر له لومړي وزیر سره د لیدنو په موخه دوحې ته رسېدلي دي. دغه خبرې د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي توافق پر شاوخوا موضوعاتو متمرکزې بلل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دې سفر اصلي موخه په سیمه کې د روانو کړکېچونو د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو لارو چارو لټول دي.
د راپور له مخې، په خبرو کې د هرمز تنګي د امنیت مسله او د ایران د غني شويو یورانیمو زېرمو راتلونکی وضعیت مهم بحثونه جوړوي.
همداراز د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم له دې پلاوي سره مل دی، څو له قطري چارواکو سره د ایران د کنګل شویو شتمنیو د احتمالي خلاصون د میکانېزم په اړه خبرې وکړي، چې د هر ډول احتمالي توافق یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








