روسیې ناټو ته خبرداری ورکړی چې د بالټیک سمندر په سیمه کې د کالینینګراد د منزوي کولو هر ډول هڅه ښايي مسکو دې ته اړ کړي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره له خپلو ټولو پوځي امکاناتو، د اټومي وسلو په ګډون، کار واخلي.
کالینینګراد د روسیې هغه سیمه ده چې د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ موقعیت لري او په وروستیو کلونو کې د مسکو او ناټو ترمنځ د تقابل له مهمو حساسو سیمو څخه ګرځېدلې ده. روسیه په دې سیمه کې د لویدیځ د پوځي تمرینونو، کشفي الوتنو او نورو پوځي فعالیتونو زیاتوالی د کړکېچ د زیاتېدو لامل بولي.
ناټو دغه خبرداری رد کړی او د دې سازمان سرمنشي مارک روته ویلي چې ناټو یو دفاعي ائتلاف دی او روسیه باید له «اټومي ګواښونو» ډډه وکړي. ناټو هم ویلي چې د روسیې د خاورې د ګواښلو یا منزوي کولو هېڅ پلان نه لري.
نیکلای سوکوف، د اټومي وسلو شنونکی او د روسیې پخوانی دیپلوماټ، رویټرز ته ویلي چې د مسکو دغه خبرداری ښايي په روسیه کې د سختدریځو کړیو د نفوذ د زیاتېدو نښه وي. هغه خبرداری ورکړی چې که په بالټیک سیمه کې کړکېچونه دوام ومومي، د دواړو لورو ترمنځ د ناسمې محاسبې خطر شته.
په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له خوا پر اوکراین د پراخ برید له پیل راهیسې د روسیې او اروپايي هېوادونو اړیکې په جدي توګه خرابې شوې دي او په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچونه هم زیات شوي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








