د امریکا د استخباراتو ادارې (سيآیاې) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ادعا کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د حج د سفر پر مهال په سعودي عربستان کې له یوه مهم داعش بندي سره کتلي دي.
د هغې په وینا، دا کتنه د مې میاشتې په ۱۹مه د الحائر په زندان کې ترسره شوې؛ هغه زندان چې د سعودي له خورا خوندي او سخت امنیتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي او د ترهګرۍ په تړاو بندیان پکې ساتل کېږي.
اډمز پوښتنه کړې چې حقاني څنګه وتوانېد د دغه زندان دننه له یوه بندي سره وګوري او چا ورته د دې کار اجازه ورکړې ده. هغې ویلي، داسې لیدنه د لوړې کچې امنیتي همغږۍ پرته ناشونې ښکاري او اړینه ده چې د هغې په اړه نور وضاحت وړاندې شي.
نوموړې همداراز پوښتنه کړې چې ایا د لیدنې خبرې ثبت شوې وې، کوم کسان پکې موجود وو او که نه، د دې ملاقات معلومات له نړیوالو استخباراتي شریکانو سره شریک شوي دي.
هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي: «څنګه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته اجازه ورکړل شوه چې د سعودي په یوه له تر ټولو خوندي زندانونو کې له لوړپوړي داعش بندي سره وګوري؟»
تر اوسه نه طالبانو او نه هم سعودي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي دریځ څرګند کړی دی. همداراز کومې نړیوالې استخباراتي ادارې هم د اډمز ادعاوې نه دي تایید کړي.
دا ادعاوې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې طالبان تل د داعش پر ضد د مبارزې ادعا کوي او امریکايي چارواکو هم په ځینو مواردو کې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو اقدامات ستایلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








