د اروپا د اتلانو لیګ د پایلوبې له ترسره کېدو او د پاري سېن ژرمن د اتلولۍ له ګټلو وروسته، د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې د فوټبال د ځینو مینهوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې له امله یې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان ونیول شول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي ۱۰مه د سهارنیو ګډوډیو پر مهال ۴۱۶ کسان نیول شوي، چې له دې ډلې ۲۸۰ کسان یوازې په پاریس ښار کې نیول شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي چې د وضعیت د کنټرول لپاره یې په پراخه کچه پولیس ځای پر ځای کړي وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز دغه پېښې «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» وبللې او ویې ویل چې د نښتو پر مهال اووه پولیس ټپیان شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه به د عامه نظم د ساتلو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه د پاري سېن ژرمن او ارسنال ترمنځ د قانوني او اضافي وختونو له پای ته رسېدو وروسته د ۱-۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. په پای کې پاري سېن ژرمن د پنالټیو په ضربو کې ارسنال ته ۴-۳ ماته ورکړه او د اروپا د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
دغه لوبه د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د پوشکاش ارینا په لوبغالي کې ترسره شوه او د اروپا له بېلابېلو برخو څخه یې د فوټبال د مینهوالو پراخ هرکلی ترلاسه کړ.
د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د پاریس شانزهلیزه واټ د زرګونو مینهوالو د راټولېدو او سړکیزو جشنونو شاهد و. فرانسوي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ښار د امنیت د ټینګښت او د ګډوډیو د مخنیوي لپاره زرګونه پولیس په ښار کې ځای پر ځای شوي وو.
د راپورونو له مخې، ځینو کسانو اورلوبې توکي او منورونه کارولي او هوا ته یې غورځولي دي. پولیسو هم د خلکو د خورولو لپاره د پاریس په مرکزي سیمو کې اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی دی.
د دغو ګډوډیو له امله د عامه ترانسپورټ په ځینو خدمتونو کې، لکه بسونو، اورګاډو او رېل پټلۍ شبکې کې، اختلال رامنځته شو. همدارنګه د فرانسې پولیسو ویلي چې د تاوتریخوالي پر مهال شپږ موټر، دوه سوداګریز واحدونه او د بس یوه تمځای ته زیان اوښتی دی.
تر دې وړاندې هم د پاریس د پارک دو پرنس لوبغالي شاوخوا، چې زرګونه مینهوال د لویو پردو له لارې د لوبې د لیدو لپاره راټول شوي وو، د ځینو نندارچیانو او پولیسو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.
دا د اروپا د اتلانو لیګ په سیالیو کې د پاري سېن ژرمن دویمه پرلهپسې اتلولي ګڼل کېږي. تېر کال هم د دغه ټیم د اتلولۍ جشنونه د فرانسې په څو ښارونو کې له ګډوډیو سره مل وو، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي وو.
د ملي ټولنې د ښي اړخي ګوند مشرې مارین لوپن د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د دغو پېښو په غبرګون کې لیکلي چې د فوټبال د یوې لوبډلې بریا په پراخو ګډوډیو بدلېدل د فرانسې د ټولنې لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.
ټاکل شوې ده چې د پاري سېن ژرمن لوبغاړي د غبرګولي په ۱۰مه ماښام د خپلې اتلولۍ په رسمي لاریون کې ګډون وکړي. په دې پروګرام کې به د اتلولۍ کاروان د ایفل برج ته نږدې د شان دو مارس له میدان څخه تېر شي او له امانویل مکرون سره به هم وګوري.
تر دې وړاندې، د غویي په ۱۷مه هم، کله چې پاري سېن ژرمن د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه، په پاریس کې د سړکیزو جشنونو پر مهال ۱۲۷ کسان نیول شوي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








