TOOSnews
اعلان
د امریکا د اقتصادي فشارونو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هم مهاله، په ایران کې د ډالر او سرو زرو بیې د پام وړ کچه لوړې شوي دي.
اقتصاديټوس نیوز

د امریکا د اقتصادي فشارونو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هم مهاله، په ایران کې د ډالر او سرو زرو بیې د پام وړ کچه لوړې شوي دي.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ایران کې د سرو زرو بیې یو ځل بیا نوي ریکارډونه ثبت کړي دي. د ایران پر بهرنۍ سوداګرۍ او د بهرنیو اسعارو پر عوایدو د لا زیاتو فشارونو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د امریکایي ډالرو بیه په غیررسمي بازار کې شاوخوا ۷ زره تومان لوړه شوه او په یوه پړاو کې له ۲۰۰ زره تومانو واوښته.

په همدې وخت کې، د نوي طرحې هرې سکې بیه هم د تېرې ورځې په پرتله ۹ میلیونه تومانه لوړه شوه او ۲۱۸ میلیونو تومانو ته ورسېده. دغه زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د احتمالي نویو اقتصادي محدودیتونو او د ایران د بهرنیو عوایدو د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

داسې ښکاري چې د نویو احتمالي بندیزونو او د ایران پر بهرنیو اسعارو د سرچینو د فشار د پایلو په اړه د بازار د فعالانو اندېښنه، په دې هېواد کې د اسعارو او سرو زرو د بیو د لوړوالي له مهمو عواملو څخه ده.

د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنت، تر دې مخکې ویلي وو چې واشنګټن به په راتلونکو ورځو کې پر ایران نوي او «ملا ماتوونکي» بندیزونه ولګوي. هغه همداراز ویلي وو چې د ایران پر حکومت به اقتصادي فشار ته دوام ورکړل شي او د نیابتي ډلو د مالي ملاتړ توان به یې محدود شي.

بسنت د ایران اقتصادي وضعیت، په ځانګړي ډول د انفلاسیون د لوړېدو، په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې د امریکا حکومت به د اقتصادي فشارونو ترڅنګ له نورو وسیلو هم کار واخلي څو پر ایران فشار لا زیات کړي. هغه ادعا کړې چې دا تګلاره په نورو هېوادونو لکه ونزویلا او کیوبا کې هم پایلې درلودې او په ایران کې به هم اغېزمنه وي.

له بلې خوا، ایراني چارواکو د امریکا سیاستونه «نا عادلانه جګړه» بللي او هغه یې د یوې زړې او تکراري تګلارې دوام ګڼلی دی.

د ډالر او سرو زرو د بیو لوړوالی په داسې حال کې دوام لري چې د ایران بازار لا هم د کورنیو او بهرنیو سیاسي او اقتصادي تحولاتو تر اغېز لاندې دی. د بندیزونو په کچه، د بهرنیو عوایدو او د ایران د بهرنیو اړیکو په وضعیت کې هر ډول بدلون کولای شي د دې هېواد په بازارونو کې د بیو پر راتلونکي بهیر اغېز وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.