TOOSnews
اعلان
شهباز شریف: موږ له پاکستان څخه ۲۰۴ میلیونه افغان کډوال ایستلي دي.
نړۍټوس نیوز

شهباز شریف: موږ له پاکستان څخه ۲۰۴ میلیونه افغان کډوال ایستلي دي.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې دغه هېواد په تېرو نږدې درېیو کلونو کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ایستلي دي.

شریف د «کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې، چې(شنبې، د غبرګولي ۳۰مه) نمانځل کېږي، دغه شمېرې وړاندې کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، په دې شمېر کې هغه کسان شامل دي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او هم هغه کسان چې د پاکستان د حکومت له لوري په زور ایستل شوي دي.

شریف په ورته وخت کې ویلي چې هېواد یې د کډوالو د خوندیتوب او ملاتړ ژمن دی.

هغه زیاته کړې: «خونديتوب د بشر اساسي حق دی، او د هغو کسانو ساتنه او ملاتړ چې د جګړو، ناامنۍ او نورو کړکېچونو له امله له خپلو کورونو تښتېدلي، د نړیوالې ټولنې ګډ مسئولیت دی.»

شریف ویلي چې پاکستان له ۱۹۷۹ کال راهیسې تر اوسه، له څلورو لسیزو زیات، د محدودو سرچینو سره سره میلیونونو افغان کډوالو ته پناه، روزنه او فرصتونه برابر کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بې‌ځایه شوو او جلا‌وطنه کسانو لپاره د «هیلو، سولې او خوندي او باعزته بېرته ستنېدو فرصت» برابر کړي، څو هغوی د «دایمي تبعید» سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی دی.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.

وروسته په ۲۰۲۴ کال کې یې د افغان کډوالو د پېژندنې کارتونه(ای سي سي) او په ۲۰۲۵ کال کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پناه غوښتنې کارتونه(پي او آر)هم بې‌اعتباره اعلان کړل.

پاکستان سږ کال د افغان کډوالو لپاره د ویزو د صادرولو او تمدید بهیر هم درولی دی.

زرګونه افغان کډوال چې د خپل پخواني کار له امله د طالبانو له غچ اخیستنې وېره لري او د امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو په څېر امنو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان ته تللي وو، اوس د نیولو او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.