TOOSnews
اعلان
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
اقتصاديټوس نیوز

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د ازبکستان نمنګان ولایت ته د طالبانو د چارواکو او افغان سوداګرو له ۱۰۰ کسیز پلاوي د سفر پر مهال، د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه تفاهم‌لیکونه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او پانګونې همکاریو بېلابېلې برخې رانغاړي؛ خو تر اوسه د پروژو د جزئیاتو او د همکاریو د ډول په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

ازبکستان، چې د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه دی، په وروستیو کلونو کې یې له کابل سره خپلې سوداګریزې اړیکې ساتلې دي او د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې دوام لري.

د خصوصي سکتور فعالان وایي چې د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا کولای شي د بازارونو په ښه والي، د راکړې ورکړې په زیاتوالي او د افغانستان د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي؛ هغه موضوع چې د هېواد د سختو اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره ځانګړی اهمیت لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.