ځايي سرچینې له کندهار ولایت څخه راپور ورکړی چې یوه ۱۱ کلن هلک، یو بل ۱۴ کلن هلک د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.د سرچینو په وینا، دا پېښه د خاکریز ولسوالۍ د باغک په کلي کې د محمد عثمان جومات په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچینې وایي چې د احمدالله په نوم ماشوم یو بل ماشوم محمد اشرف د چاقو په وسیله هدف ګرځولی، چې په پایله کې محمد اشرف خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.
د کندهار ولایت سیمهییز طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








