TOOSnews
اعلان
د ازادۍ جبهې د کندز پر پوځي هوايي ډګر د توغندیز برید ادعا کړې..
افغانستانټوس نیوز

د ازادۍ جبهې د کندز پر پوځي هوايي ډګر د توغندیز برید ادعا کړې..

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د آزادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د کندز پوځي هوايي ډګر د توغندیو په برید کې هدف ګرځولی دی. دې جبهې ویلي چې د دغه برید په پایله کې د طالبانو ځواکونو ته د پام وړ مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي، خو د وژل شویو یا ټپیانو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

ځايي سرچینو هم ویلي چې د کندز په هوايي ډګر کې د طالبانو د ځواکونو یوه غونډه د راکټي برید هدف ګرځېدلې ده. د دغو سرچینو په وینا، برید د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې شوی او طالبان هغه مهال د چورلکو له لارې بدخشان ولایت ته د لېږد لپاره چمتووالی نیوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه ځواکونه په بدخشان کې د زېباک ولسوالۍ په عملیاتو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره واستول شي. خو تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او هېڅ رسمي سرچینې هم د دغه برید پېښېدل یا یې پایلې نه دي تایید یا رد کړي.

بدخشان ولایت په وروستیو ورځو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسله والو مخالفینو ترمنځ د نښتو د زیاتېدو شاهد دی. د آزادۍ جبهې او طالبانو ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د زېباک ولسوالۍ کې له یو بل سره نښتې کړي دي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې طالبانو د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نور کسان زېباک ولسوالۍ ته استولي او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو د دوام لپاره چمتووالی نیسي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.