TOOSnews
اعلان
د بلوچستان د سکرو په کان کې د میټان ګاز چاودنه کې ۱۱ کان‌کیندونکي وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

د بلوچستان د سکرو په کان کې د میټان ګاز چاودنه کې ۱۱ کان‌کیندونکي وژل شوي.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د مېټان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کان‌کیندونکي وژل شوي او ۲۵ نور لا هم نادرکه دي.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۸مه، د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار ته څېرمه د سورنج په سیمه کې رامنځته شوه. د چاودنې له امله د کان یوه برخه ونړېده.

د بلوچستان د کانونو او منرالي سرچینو د پراختیا وزیر، شعیب نوشیرواني، ویلي چې د چاودنې پر مهال د کان په نړېدلې برخه کې ۳۶ کان‌کیندونکي موجود وو. د هغه په وینا، د پنجشنبې تر ماښامه د ۱۱ کان‌کیندونکو جسدونه له خاورو را ایستل شوي او د پاتې ۲۵ کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د بلوچستان د کانونو مشر مفتش، محمد عاطف، وویل چې د ژغورنې ډلې د ځمکې شاوخوا ۱۲۱۹ متره ژوروالي کې عملیات ترسره کوي. هغه زیاته کړه، سره له دې چې هڅې دوام لري، د ورکو کان‌کیندونکو د ژوندي موندلو هیله ډېره کمه ده، خو د هغوی د برخلیک تر روښانه کېدو پورې به د ژغورنې عملیات روان وي.

د سیمې د کانونو د ادارې یو لوړپوړي چارواکي، عبدالغني بلوچ، هم ویلي چې د مېټان ګاز د چاودنې شدت دومره زیات و چې دوه ګاونډي کانونه یې هم زیانمن کړي دي. د هغه په وینا، د پېښې پراخوالي د ژغورنې او لټون چارې لا ستونزمنې کړې دي.

ځايي چارواکو تر اوسه د چاودنې د اصلي لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي. په ورته وخت کې، د ژغورنې او لټون عملیات د بېړنیو مرستندویه ځواکونو په ګډون دوام لري، او مسؤلو چارواکو ټینګار کړی چې د پېښې د علت په اړه بشپړه څېړنه به د ژغورنې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ترسره شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.