د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش ویلي، د انسانانو قاچاق د بشري حقونو څرګند نقض دی او نړیواله ټولنه باید د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره په ګډه او همغږۍ کار وکړي.
ګوټرېش د جولای په ۳۰مه، چې د انسانانو د قاچاق پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده، په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې د ګډو هڅو له لارې د انسانانو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی کېدای شي او د قربانیانو ساتنه باید لومړیتوب وي.
بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی هغوی د انسانانو د قاچاق له جدي خطر سره مخ کوي.
همداراز، ملګرو ملتونو د انسانانو د قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، د عدالت د تامین او د عامه پوهاوي د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








