TOOSnews
اعلان
سرچینې: د امریکا د ۸۰ میلیونه ډالرو جوپه یو ځل بیا کابل ته ولېږدول شوه.
اقتصاديټوس نیوز

سرچینې: د امریکا د ۸۰ میلیونه ډالرو جوپه یو ځل بیا کابل ته ولېږدول شوه.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باوري سرچينو رسنيو ته ويلي چې د امريکا متحده ايالاتو د مالي مرستو يوه نوې جوپه د یکشنبې ورځ کابل ته رسېدلې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې جوپه کې شاوخوا ۸۰ ميليونه ډالره نغدې پيسې شاملې دي چې د ځانګړې الوتنې له لارې د کابل پوځي هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي. سرچينې وايي، د دغو مالي بستو د لېږد بهير په وروستيو اوونيو کې په منظم ډول دوام لري او نږدې هره يکشنبه کابل ته ورته مرستې رسېږي.

سرچينو زياته کړې چې دغه پيسې داسې مهال افغانستان ته الېږدول کېږي چې هېواد له سخت اقتصادي بحران، پراخې بېوزلۍ او د بېکارۍ له زياتوالي سره مخ دی. خو تر اوسه پورې د دغو مرستو د لګښت څرنګوالي او د ترلاسه کوونکو ادارو په اړه روښانه جزئيات نه دي خپاره شوي.

په وروستيو کلونو کې افغانستان ته د نغدو ډالرو د بستو راتګ تل له پراخو کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره مل و. منتقدان وايي، د دغو مرستو د وېش په بهير کې د شفافيت نشتوالی دا اندېښنې زياتوي چې ښايي له دغو مالي سرچينو سياسي او امنيتي استفاده وشي.

بلخوا طالبانو څو ځله ټينګار کړی چې دغه مرستې د بشردوستانه پروژو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په چوکاټ کې ورکول کېږي. خو ځينې سياسي جريانونه او څارونکي بنسټونه باور لري چې د دغو مرستو يوه برخه په غير مستقيم ډول د حاکم نظام لاس ته ورځي.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د روڼ نظارتي ميکانيزم پرته د نغدو مرستو دوام به نه يوازې د افغانستان اقتصادي بحران حل نه کړي، بلکې د فساد د زياتېدو او د اقتصادي وابستګۍ د پراخېدو لامل هم کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو مياشتو کې هم کابل ته د ځينو نړيوالو بنسټونو له خوا د نغدو پيسو د لېږد د دوام په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي او لا هم د دغو مرستو د برخليک او د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتنې موجودې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.