باخبره سرچینې وایي چې په کویټ کې د افغانستان سفارت د روانې اوونۍ په جریان کې د طالبانو یوه دیپلوماټ ته سپارل شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، نوی استازی د پخواني حکومت د سفیر سید جاوید هاشمي پر ځای خپلې دیپلوماټیکې چارې پیل کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، مولوي محمد شفیق خطیب په کویټ کې د طالبانو د سفیر په توګه ټاکل شوی او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړې ده. نوموړی تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې د قنسولي چارو د رئیس او همدارنګه د سرحدونو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبان په وروستیو کلونو کې هڅه کوي په بهر کې د افغانستان په دیپلوماټیکو نمایندګیو کې خپل حضور پراخ کړي. تر دې مخکې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې دا ډله له شاوخوا ۲۰ هېوادونو سره دیپلوماټیکې اړیکې لري او د افغانستان په ځینو سفارتونو او استازولیو کې د طالبانو دیپلوماټان فعالیت کوي.
په کویټ کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه بحثونه او غبرګونونه زیات شوي دي. په وروستیو میاشتو کې ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له طالبانو سره د لا زیات تعامل لپاره ګامونه اخیستي دي.
له بلې خوا، منتقدین وایي چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول کولی شي د دې ډلې د مشروعیت سبب شي؛ داسې موضوع چې د دوی په باور د بشري حقونو او د افغانستان د وګړو پر پراخو آزادیو او محدودیتونو له پامه غورځولو سره پر مخ وړل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








