د پنجشېر ـ تخار د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي سړک جوړول په رسمي ډول د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو. دا پروژه د عامه خدمتونو وزارت د خصوصي سکټور سره تړون کړې ده.
د دې پروژې د پیل مراسم د پنجشیر والي محمدآغا حکیم، د عامه خدمتونو رئیس او ځینو محلي مسئولینو په حضور کې ترسره شول.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه سړک د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د خاواک له کوتل څخه پیلیږي او تر تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ پورې غځیدلی دی.
مسئولینو ویلي دي چې د دې پروژې په تطبیق سره به ځینو ځایي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
همدارنګه د دې لارې بشپړیدو سره، د کابل او شمال ختیځ ولایتونو تر منځ واټن کم شي او دا سړک به د سالنګ د لارې د بدیل په توګه هم کارول کیدی شي.
د مسئولینو په وینا، د دې پروژې پلي کول به د خلکو د تګ راتګ په اسانه کولو سربېره، په سوداګري او اقتصادي فعالیتونو کې هم مهم رول ولري.








