TOOSnews
اعلان
سويس پوليس: درې كسان مو د افغان ځوان د وهلو په قضيه كې نيولي.
نړۍټوس نیوز

سويس پوليس: درې كسان مو د افغان ځوان د وهلو په قضيه كې نيولي.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سویس د زوریخ ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ په ګلاټ بروګ سیمه کې درې هغه کسان نیولي، چې شک پرې کېږي په زوریخ ښار کې یې یو ۲۱ کلن افغان ځوان سخت وهلی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د مې میاشتې پر ۲۴مه سهار وختي د زوریخ ښار په مرکزي سیمه «شیفه» کې شوې ده. ویل کېږي، چې تر یوې لفظي لانجې وروسته پر افغان ځوان برید شوی او د هغه سر څو ځایه ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي، نیول شوي کسان یو ۲۰ کلن او دوه ۲۱ کلن سویسي وګړي دي.

د زوریخ ښار پولیسو لومړنۍ څېړنې ترسره کړي او وروسته یې دا قضیه د کانتون پولیسو او د زوریخ د لومړۍ څارنوالۍ له ادارې سره په ګډه تعقیب کړې، چې په پایله کې یې شکمن کسان ونیول شول.

د پولیسو په وینا، د پېښې دقیق علت او څرنګوالی لا هم تر څېړنې لاندې دی او نیول شوي کسان د سخت تاوتریخوالي جرمونو اړوند څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.