TOOSnews
اعلان
طالبان: د پنجشېر ١٢٢٠ قيراطه زمرد په ٢،۶ ميليونه افغانى وپلورل شول.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: د پنجشېر ١٢٢٠ قيراطه زمرد په ٢،۶ ميليونه افغانى وپلورل شول.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۲۲۰ قیراطه زمرد د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول.

لټون ویلي، د یادو زمردو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲،۶ میلیونه افغانۍ و او دا داوطلبۍ د کورني سوداګرو په حضور کې ترسره شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پنجشېر زمرد هره اوونۍ د یوې ځانګړې کمېټې تر څار لاندې بازار ته وړاندې کېږي او د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.

پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د لوړ کیفیت زمردو کانونه لري، او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغو کانونو استخراج او پلور ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د کانونو له عوایدو څخه د هېواد اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي، خو منتقدان بیا د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت او حساب‌ ورکونې د نشتوالي په اړه اندېښنې څرګندوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.