TOOSnews
اعلان
طالبان: ٨١ سوداګر او صنعتكاران سږ كال افغانستان ته راستانه شوي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: ٨١ سوداګر او صنعتكاران سږ كال افغانستان ته راستانه شوي.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د روان کال له پیل راهیسې ۸۱ سوداګرو او صنعتکارانو خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي او تر دې دمه یې ۶۸ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

فطرت ویلي، دغو پانګوالو ته د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه هم ورته وېشل شوې ده.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په بېرته راستانه شویو پانګوالو کې یو تن د لوړې کچې، ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ نور د ټیټې کچې سوداګر او صنعتکاران دي.

د طالبانو مرستیال ویاند ادعا کړې چې د دغو پانګونو له امله له څلور زرو څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د ۱۵ نورو سوداګرو او پانګوالو اسناد هم تر ارزونې لاندې دي او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به هغوی هم له ورته اسانتیاوو او امتیازاتو برخمن شي.

فطرت دا نه دي ویلي چې یاد پانګوال له کومو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د هېواد له اقتصادي او سیاسي وضعیت څخه د ناخوښۍ له امله له افغانستانه وتلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.