ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د دې هېواد پر وړاندې صبر او کنټرول ښودل د ضعف او کمزوري نښه نه ده.
هغه ویلي دي چې طالبان د ځواب ورکولو وړتیا لري او اوسنی کنټرول باید د ناتوانۍ په توګه ونه ګڼل شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه ویلي: «موږ کمزوره نه یو او د حالاتو او وخت مطابق به د دې بریدونو ځواب ورکړو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تناوونه د وروستیو پېښو په لړ کې زیات شوي دي.








