د طالبانو د برېښنا مسوولان وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا بندونو د جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې او لومړنۍ تخنیکي چارې بشپړې شوي دي.
د کونړ ولایت په اسعداباد کې د طالبانو د برېښنا امر عمر ګل نایب ویلي، د سروې له بشپړېدو وروسته به په راتلونکو پړاوونو کې د بندونو د جوړولو عملي چارو ته زمینه برابره شي. د طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړې، چې د دغو سروې ګانو موخه د اوبو او برېښنا بندونو لپاره د مناسبو ځایونو دقیق تثبیت دی.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکو د دغو لومړنیو اقداماتو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د بندونو جوړېدل به د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو سیمو د موسمي سېلابونو د زیانونو مخه ونیسي. د دوی په وینا، دا پروژې به د سیمې د اقتصادي ودې، کرنې او ابادۍ لپاره هم مهم رول ولوبوي.
له دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو ملاتړ څرګند کړی و او ویلي یې وو، چې نوی ډیلی د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
که څه هم د طالبانو ځینو مشرانو پاکستان سره له وروستیو نښتو وروسته پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو اعلانونه کړي وو، خو تر اوسه د دغو پروژو د عملي پیل څرک نه دی لیدل شوی.
لیکوال:سعید سمیر








