د طالبانو د ټولګټو وزیر محمد عیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا، د اقینې–اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د تورغونډۍ بندر د پراختیا او د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا او د اقینې–اندخوی او تورغونډۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په ځانګړې توګه د اقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د تورغونډۍ بندر د پراختیا او په دغه بندر کې د نویو تاسیساتو د رامنځته کولو په اړه هم بحث او خبرې اترې کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








