د امریکا مشهور او ارزانه هوايي شرکت سپېریټ په رسمي ډول اعلان کړی چې له ۳۴ کلونو فعالیت وروسته یې خپل ټول عملیات درولي دي.
دغه شرکت چې د ټیټو بیو ټکټونو له امله ډېر شهرت درلود، په وروستیو کلونو کې له سختو مالي ستونزو او پورونو سره مخ و، چې بالاخره یې د فعالیتونو د بندولو پرېکړه وکړه.
د اعلان له خپرېدو سره سم، د دې شرکت ټولې الوتنې لغوه شوي دي، چې له امله یې زرګونه مسافر د امریکا په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې له سرګردانۍ او ستونزو سره مخ شوي دي.
د سپېریټ هوايي شرکت تړل کېدل د امریکا د هوايي چلند په برخه کې یو لوی ټکان بلل کېږي، ځکه دا شرکت د ارزانه سفرونو لپاره د میلیونونو خلکو لومړنی انتخاب و.
دا په داسې حال کې ده چې یاد شرکت هڅه کوله له جېټ بلو هوايي شرکت سره یوځای شي تر څو له مالي بحران څخه ځان وژغوري، خو د امریکا د عدلیې وزارت د دې ادغام مخه ونیوله، چې دا کار یې پر راتلونکي منفي اغېز وکړ.
لیکوال:سعید سمیر








