د «هزاره کلتور ورځې» جشنواره د لومړي ځل لپاره د یوه دولت د مشر په ګډون د فنلنډ د یاروینپه ښار کې ترسره شوه.
دا جشنواره د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د «فنلنډ د هزارهوو د کلتوري کور» په کوربهتوب او د دغه هېواد د دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوه.
د فنلنډ لومړي وزیر، پتري اورپو، په خپله وینا کې د هزاره ټولنې ځینو کلتوري ارزښتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ارزښتونه د فنلنډ د خلکو له فرهنګ او د دولت له تګلارو سره ګډ ټکي لري.
هغه وویل: «هزاره ټولنې تل زدهکړو ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی. موږ پوهېږو چې هزارهګان په افغانستان کې له هغو لومړنیو ډلو څخه وو چې د نجونو د زدهکړو لپاره یې هڅې کولې. دا موضوع ډېره ماناداره او ارزښتناکه ده، ځکه زدهکړه او برابري هغه ارزښتونه دي چې فنلنډ ته هم ډېر اهمیت لري.»
د فنلنډ لومړي وزیر هزارهګانو ته په خطاب کې وویل: «زه باور لرم چې ستاسو په ټولنه کې ستر ظرفیتونه او وړتیاوې شته. تاسو فنلنډ ته ښه راغلاست،تاسو زموږ د ګډ راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لرئ. له دې امله له تاسو مننه کوم.»
هغه د دې جشنوارې د جوړېدو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: «د نن ورځې پروګرام ښيي چې ژبه، لهجه، دین، موسیقي، ادبیات، دودیزې جامې او هنر ټول د هویت بنسټیز عناصر دي. دا هغه څه دي چې هر یو له موږ څخه خپل ځانګړی شخصیت جوړوي. دغه ارزښتونه په ځانګړي ډول هغه مهال لا ډېر اهمیت پیدا کوي چې یو څوک له خپلو ریښو، خپلوانو او ټاټوبي څخه لرې ژوند کوي.»
د «فنلنډ د هزارهوو د کلتوري کور» مشر لطیف فیاض وویل چې هزارهګان دې مرحلې ته د رسېدو لپاره له یوه ستونزمن او غمجن تاریخي پړاو څخه تېر شوي دي.
هغه وویل: «هزارهګان په افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې له تبعیض، ځپنې او وژنو سره مخ شوي دي.»
نوموړي د فنلنډ له دولت او خلکو مننه وکړه چې هزارهګان یې په ورین تندي منلي دي.
فیاض زیاته کړه: «هزارهګان نن فنلنډ خپل کور ګڼي او له بېلابېلو کلتورونو سره سولهییز ګډ ژوند د هزارهوو له کلتوري ځانګړنو څخه دی.»
د یاروینپه ښاروالۍ مرستیالانو، پیرجو او جني، وویل چې هزارهګان د فنلنډ د څو کلتوري ټولنې فعاله برخه ده.
هغوی په یوه ګډ پیغام کې وویل چې د فنلنډ هزارهګان په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه لري او د دوی بنسټونه د خپلې ټولنې غړي په سیمهییزو ټاکنو او رایه ورکولو کې ګډون ته هڅوي.
په دې مراسمو کې د هزارهوو تاریخ، هنر او موسیقي هم نندارې ته وړاندې شول.
د بامیانو د بودا یوه انځوریزه تابلو، چې د نصرالله پېک اثر و، د فنلنډ لومړي وزیر ته ډالۍ شوه.
شیدا او لينا په نوم دوو کوچنیو نجونو، چې دودیزې هزارهيي جامې یې اغوستې وې، شعرونه دکلمه کړل.
الٰهې سرور ژوندۍ موسیقي وړاندې کړه چې ځانګړې خوښي او جذابیت یې رامنځته کړ او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.
حفیظ حبیبي او شاهین سحر د هزارهوو ولسي سندرې اجرا کړې.
د پروګرام په یوه برخه کې تنکیو نجونو او هلکانو دودیزو هزارهيي جامو سره سټېج ته پورته شول او نه یوازې یې د خپل قوم دودیزې جامې نندارې ته وړاندې کړې، بلکې د هزاره مېرمنو د لاسي هنرونو ښکلا یې هم وښوده چې څنګه د تار او ستنې په مرسته پر ټوکر ښکلي او ظریفې ګنډل شوې جامې جوړوي.
له دې سره هممهاله، د جشنوارې په څنډه کې د هزارهوو د دودیزو خوړو، انځورونو او محلي جامو نندارتون هم جوړ شوی و چې د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
«د هزاره کلتور ورځ» د نړۍ د هزارهوو د کلتور د درناوي یو ځانګړی مناسبت ده چې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې هر کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه لمانځل کېږي.
خو دا مناسبت اوس په یوه نړیوال جشن بدل شوی او د مې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې د آسیا، اروپا، امریکا او استرالیا په بېلابېلو ښارونو کې لمانځل کېږي.
تر اوسه په پاکستان، امریکا، کاناډا، بریټانیا، اسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼو دولتي ادارو، سیمهییزو شوراګانو او هنري بنسټونو د هزاره کلتور ورځ په رسمیت پېژندلې ده.
د هزاره کلتور ورځې د لمانځنې په لس کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د فنلنډ هزارهګانو وکولای شول د خپل هېواد د حکومت مشر دې جشنوارې ته راوبولي.
پتری اورپو د لومړي دولت مشر په توګه ثبت شو چې د هزاره کلتور ورځې جشنواره کې د مېلمه په توګه ګډون کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








