په کابل کې د عربي او قیمتي عطرو غوښتنه زیاته شوې او په ځانګړي ډول په شهرنو او وزیر محمد اکبر خان سیمو کې د عطرو د پلورنځیو شمېر ډېر شوی دی.
عطرپلورونکي وايي، د طالبانو یو شمېر چارواکي او افراد د درنو او قیمتي عربي عطرو، په ځانګړي ډول د «عود» عطرو، له مهمو پېرودونکو څخه دي او د ځینو ځانګړو عطرو د اخیستو لپاره لوړې بیې ورکوي.
د دوکاندارانو په وینا، له عطرو سربېره د لنګیو او لاسي ساعتونو بازار هم په کابل کې ښه تود شوی دی.
د کابل د عطرو یو پلورونکی کمال وايي، خلک عطرو، لنګیو او ورته توکو ته ډېره لېوالتیا لري او د دغو توکو خرڅلاو او تجارت د پام وړ زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې، یوازې د کابل په شهرنو سیمه کې له ۱۲ ډېر د عطرو پلورنځي فعالیت کوي، په داسې حال کې چې په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې هم له ۲۰ زیات د عطرو دوکانونه فعال دي. په دغو پلورنځیو کې بېلابېل عربي او نړیوال عطرونه پلورل کېږي.
یو بل عطرپلورونکی، امېد، وايي چې په دوکان کې یې د دوبۍ، کوېټ، فرانسې او نورو هېوادونو وارد شوي نړیوال برانډونه هم شته.
په همدې حال کې، د کابل یو اوسېدونکی وايي چې د دغو پلورنځیو د عطرو کیفیت لوړ دی او له همدې امله یې پېرودونکي ډېر دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری وګړي له سخت اقتصادي وضعیت او د پېرلو د ځواک له کمښت سره مخ دي؛ خو په کابل کې د قیمتي عطرو، لنګیو او لاسي ساعتونو په څېر د لوکسو توکو بازار لا هم د پام وړ تود دی.
لیکوال:سعید سمیر








