د افغانستان ملي مقاومت جبهې ویلي چې د فراه ولایت د فراهرود لویې لارې په سیمه کې د وسلهوالو عملیاتو په پای کې د طالبانو د ادارې دوه جنګیالي وژل شوي دي. د دې جبهې په وینا، دغه پېښه د غویي ۱۹ مه نېټه اعلان شوې، خو دغه پېښه دوه ورځې مخکې پېښه شوې وه.
تر اوسه د طالبانو ادارې د دې ادعا په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
فراهرود لویه لاره د هېواد په لویدیځ کې یوه مهمه ترانسپورټي لار ګڼل کېږي، او هر ډول ناامني په دې سیمه کې د اوسېدونکو تګ راتګ او د ځایي انتقالاتو بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو مخالفو جبهو بیا بیا د مختلفو ولایتونو په سیمو کې د چریکي بریدونو د ترسره کولو راپورونه ورکړي؛ یوه موضوع چې په هېواد کې د امنیتي ننګونو د دوام څرګندونه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








