د سویډن پارلمان د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي ۵مه چې د مې له ۲۶مې سره سمون خوري، یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې تر څلورمې درجې پورې خپلمنځي ودونه منع کېږي. په دې قانون کې د تره، ماما، عمه او خاله د اولادونو ترمنځ ودونه هم شامل دي.
د سوېډن د پارلمان د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دا قانون به د ۲۰۲۶ میلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه نافذ شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي چې د قانون موخه د ناموسي تاوتریخوالي، کورنیو فشارونو، جبري ودونو او هغو جوړښتونو مخنیوی دی چې د ناموسي کلتور په نوم یادېږي.
په دې قانون کې راغلي چې د تره، ماما، عمه او خالې زامن او لوڼې به نور له یو بل سره د واده اجازه ونه لري. همداراز هغه کسان چې نږدې کورنۍ اړیکې لري، د دې بندیز برخه ګرځي.
د سوېډن نوی قانون د رضاعي خویندو او وروڼو یا هغو ماشومانو ترمنځ ودونه هم منع اعلان کړي چې د سرپرستۍ یا فرزندخواندګۍ له لارې کورنۍ اړیکه پیدا کوي.
د دغه قانون له مخې، ټاکل شوي بندیزونه یوازې په سوېډن پورې محدود نه دي، بلکې ټول هغه ودونه هم رانغاړي چې د دغه هېواد دننه یا بهر ترسره شوي وي.
له دې وړاندې، ځینو کسانو به له سوېډن څخه بهر خپلمنځي ودونه کول او بیا به پرته له ستونزې دغه هېواد ته داخلېدل، او واده به یې منل کېده. خو په نوي قانون کې ټینګار شوی چې په نورو هېوادونو کې ثبت شوي خپلمنځي ودونه به هم په سوېډن کې په رسمیت ونه پېژندل شي.
دا قانون پر هغو کډوالو هم اغېز کوي چې غواړي له خپلو نږدې خپلوانو سره په خپلو اصلي هېوادونو کې واده وکړي، ځکه هغوی ته به نور د داسې ودونو اجازه نه وي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر اوسه د نړۍ ۳۰ هېوادونو او د اروپا ۱۲ هېوادونو تر څلورمې درجې پورې خپلمنځي ودونه منع کړي دي. ډېرو دغو هېوادونو ویلي چې د ناموسي کلتور پر ضد مبارزې ترڅنګ، روغتیايي او جنیټیکي اندېښنې هم د دې قوانینو د وضع کولو له اصلي لاملونو څخه دي.
کارپوهان وایي چې په څو نسلونو کې د خپلمنځي ودونو تکرار کولای شي د راتلونکو نسلونو پر فزیکي روغتیا او ذهني وړتیاوو منفي اغېز وکړي، او په ځینو مواردو کې د مورزادي ستونزو لرونکو ماشومانو د زېږېدو خطر زیات کړي.
لیکواله:سلیمه آریايي








