لیکواله:سلیمه آریایي
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو نوی لارښود خپور کړی دی چې هدف یې له ایران سره د سوداګرۍ بهیر اسانه کول دي. د دې نوې تګلارې پربنسټ، ایران کولی شي خپل توکي د درېیمو هېوادونو د مقصدونو یا سرچینو لپاره د پاکستان له لارې ترانزیټ کړي.
د دې پرېکړې له مخې، هغه توکي چې له نورو هېوادونو څخه ایران ته لیږدول کېږي یا له ایران څخه نورو هېوادونو ته استول کېږي، د پاکستان د ترانزیټي لارې له لارې تګ راتګ کولو اجازه به ولري.
د پاکستان حکومت همدارنګه مشخصې لارې ټاکلي دي ترڅو د دې توکو د تګ راتګ بهیر د نظارت لاندې او په آسانه توګه ترسره شي.
د دې لارښود هدف د لوجستیک بهیر ښه کول او په سرحدونو کې د توکو د لېږد ښه کنټرول ښودل شوی دی.
دغه اقدام کولی شي د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا او د ایران لپاره د وارداتو او صادراتو آسانتیا باندې د پام وړ تاثیر وکړي.








