د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په امر، د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت له ټولګټو وزارت څخه جلا او په یوه خپلواکه اداره بدل شوی دی.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په وینا، عبدالکریم فاتح، چې مخکې د دغه وزارت تخنیکي مرستیال و، د نوې جوړې شوې اوسپنې پټلۍ ادارې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې ادارې د دقیقو صلاحیتونو، تشکیلاتي جوړښت او د فعالیت د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د اوسپنې پټلۍ پراختیا د افغانستان لپاره د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهمه بلل کېږي. طالبان هم له منځنۍ او جنوبي اسیا سره د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د نښلولو په موخه د بېلابېلو پروژو د پراختیا هڅې کوي.
لیکوال:سعید سمیر








