TOOSnews
اعلان
د ملګرو ملتونو د د امنیت شورا د یوناما ماموریت په افغانستان کې د یو بل کال لپاره تمدید کړ.
نړۍټوس نیوز

د ملګرو ملتونو د د امنیت شورا د یوناما ماموریت په افغانستان کې د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د خپلو ۱۵ ټولو غړو په مثبتو رایو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه(یوناما) د دفتر مأموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ. دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د شورا غړو د افغانستان د سیاسي، بشري حقونو، امنیتي او بشري وضعیت په اړه خپل نظرونه هم څرګند کړل.

د چین استازي، چې هېواد یې د یوناما د مأموریت د تمدید د پرېکړه‌لیک وړاندیز کړی و، په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیت د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره نورې هڅې وکړي. چین همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د بشپړ لاسرسي غوښتنه وکړه.

متحده ایالاتو د یوناما د مأموریت د تمدید او د دې ادارې د جوړښت او دندو د ستراتیژیکې بیاکتنې ملاتړ وکړ. د امریکا استازي ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرۍ پر ضد پر خپلو ژمنو عمل وکړي، بشري حقونه رعایت کړي او د بهرنیو وګړو نیول او توقیف پای ته ورسوي.

روسیې هم د یوناما د مأموریت د تمدید ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې د دې ادارې هر ډول بیاکتنه باید په افغانستان کې د واکمنو چارواکو په همغږۍ ترسره شي او د هېواد پر بشري او پراختیایي اړتیاوو تمرکز ولري.

د غونډې په جریان کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنې هم یو ځل بیا مطرح شوې. د امنیت شورا غړو د ښځو د زده‌کړې، کار او ټولنیز ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ او د شته بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، بشري مرستې، اقتصادي بحران، د خوړو ناامني او د افغان ولس ملاتړ هم د امنیت شورا د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وو. د شورا غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د نړیوالو مرستو همغږي او له افغانستان سره تعامل یقیني شي.

د تصویب شوي پرېکړه‌لیک له مخې، د یوناما مأموریت به د ۲۰۲۷ د جون تر ۱۷ مې پورې دوام وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي مکلف شوی چې د دې ادارې د فعالیتونو او لومړیتوبونو یو ستراتیژیکه بیاکتنه چمتو کړي او د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې یې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.