TOOSnews
اعلان
طالبان د بې كارۍ د کچې د راكمولو لپاره نوې طرحې څېړي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان د بې كارۍ د کچې د راكمولو لپاره نوې طرحې څېړي.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې پر راکمولو او د اقتصادي پروژو د اغېزمن تطبیق په اړه خبرې شوي دي.

په دې غونډه کې د اوو زونونو د والیانو پر وړاندیزونو هم بحث شوی، چې هدف یې د سیمه‌ییزو اقتصادي ستونزو حل او د پرمختیایي چارو چټکتیا ښودل شوې ده.

د اقتصادي کمېسیون د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوالو د صادراتو او وارداتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې پراخولو، او هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لېست د پراختیا په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.

همدارنګه د صنعتي ساحو د نقشو د ژر تصفیې، د امارتي ځمکو د اجارې د بهیر د تنظیم او همغږۍ، او د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو د پراختیا موضوعات هم د بحث مهم ټکي وو.

د یاد معاونیت په وینا، د غونډې په پای کې پر ټولو مطرح شوو موضوعاتو لازمې پرېکړې او تصامیم نیول شوي دي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه پاتې ده او ګڼ شمېر خلک د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکایت کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.