د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر یوې کافه شوی برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې یو ناوړه عمل بللی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې پر ملکي وګړو بریدونه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي او دا ډول پېښې د سوریې د امنیت او ثبات لپاره جدي اندېښنه او ننګونه ګڼل کېږي.
خو د طالبانو په اعلامیه کې د افغانستان د تېرو شلو کلونو هغو بریدونو ته اشاره نه ده شوې، چې په بازارونو، جوماتونو، ښوونځیو او لویو لارو کې پر ملکي وګړو ترسره شوي وو، او نه یې دا څرګنده کړې چې ایا هغه بریدونه هم د اسلام او انسانیت خلاف ګڼي که نه.
همداراز، د سوریې حکومت هم تر اوسه په افغانستان کې د پاکستان د ۱۳ ځله هوايي بمباریو او د هغو د ملکي تلفاتو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
لیکوال:سعید سمیر








