د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بلوچستان ایالت د سورینج سیمې د ډبرو سکرو په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله د ۳۴ کانکیندونکو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
دغه وزارت د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، مړو ته یې د مغفرت او ټپیانو او پاتې کسانو ته یې د ژغورنې او روغتیا دعا کړې ده.
طالبانو ویلي، په داسې حال کې یې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې چې د پېښې په سیمه کې د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
دا پېښه د زمري په اتمه د کوېټې ښار ته نږدې د سورینج د سکرو په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې وه، چې د کان د یوې برخې د نړېدو ترڅنګ یې لسګونه کانکیندونکي مړه او یو شمېر نور تر خاورو لاندې بند پاتې شول.
لیکوال:سعید سمیر








