د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان د استخراج قرارداد یې د ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د وږي په دوهمه، په اېکس کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د شور تاق د ډبرو سکرو کان د استخراج تړون د «فاریاب خاتمالانبیاء کان کیدنې او پروسس شرکت» له رییس سره لاسلیک کړ.
د یاد وزارت په وینا، یاد کان شاوخوا یو کیلومتر مربع مساحت لري او قراردادي شرکت به د استخراج ترڅنګ ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه وکړي او د تړون له مخې به ۱۰۰۰ افغانۍ رویالټي هم ورکړي.
هدایتالله بدري ویلي، د کان د استخراج په بهیر کې به د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د «فاریاب خاتمالانبیاء کان کیدنې او پروسس شرکت» رییس هم ویلي چې دوی به د تړون له مخې د کان د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړي او هڅه به وکړي چې له کاني زېرمو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.
لیکوال:سعید سمیر








