TOOSnews
اعلان
طالبانو له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو الوتنه لغوه کړه.
نړۍټوس نیوز

طالبانو له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو الوتنه لغوه کړه.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د آلمان د ان‌ډي‌ار خبري اژانس راپور ورکړی چې طالبانو د هغو افغان اتباعو د انتقال یوه پلان شوې الوتنه لغوه کړې ده چې له آلمان څخه کابل ته د ایستلو لپاره ټاکل شوې وه. د راپور له مخې، دا اقدام په آلمان کې د خپلو دیپلوماټانو د شمېر د زیاتولو د طالبانو له غوښتنې سره تړاو لري.

د ان‌ډي‌ار د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اونۍ یوه الوتنه چې ایستل شوي افغان کډوال یې کابل ته لېږدول، ترسره شي، خو طالبانو د الوتنې له تطبیق څخه لږ مخکې د هغې اجازه لغوه کړه.

دیپلوماټیکو سرچینو دې رسنۍ ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې دلیل په جرمني کې د خپلو استازو او دیپلوماټانو کمښت بللی دی. طالبانو استدلال کړی چې د افغان اتباعو د منظم اخراج په بهیر کې د همکارۍ لپاره دوی په دې هېواد کې د لا زیاتو کارکوونکو او استازو اړتیا لري.

د راپور له مخې، اوس مهال یوازې دوه د طالبانو استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیک لري.

یو شمېر پخوانیو افغان دیپلوماټانو هم ان‌ډي‌ار ته ویلي چې د آلمان حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د المان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو خپور شوی راپور یې هم رد کړی نه دی.

ان‌ډي‌ار همدارنګه په المان کې د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت ترمنځ له طالبانو سره د تعامل په اړه د نظر اختلاف یاد کړی دی. د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سخت دریځۍ غوښتونکی دی، په داسې حال کې چې الکساندر ډوبرینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو زیات فشار د افغان کډوالو د اخراج بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند ان‌ډي‌ار ته ویلي چې د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د منظم اخراج لپاره د همکاریو د برابرولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او باوري همکاري رامنځته کړې ده. هغه په عین حال کې د حکومت د داخلي اختلافاتو په اړه راپورونو ته تبصره نه ده کړې.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې هڅه کړې چې په آلمان کې د افغانستان دیپلوماټیکې استازولۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. د راپورونو له مخې، په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې قنسولګري اوس د طالبانو د استازو له خوا اداره کېږي.

دا راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د اخراج موضوع د یوې وسیلې په توګه کاروي، څو په المان کې خپل دیپلوماټیک دریځ پیاوړی کړي او په دې هېواد کې د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ پراخ کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.