TOOSnews
اعلان
طالبانو د سوېلي سالنګ ۱۵ کیلومتره سړک د بیا رغونې قرارداد لاسلیک کړ.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د سوېلي سالنګ ۱۵ کیلومتره سړک د بیا رغونې قرارداد لاسلیک کړ.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عامه ګټو وزارت اعلان کړی چې د سوېلي سالنګ د سړک د ۱۵ کیلومتره برخې د بیا رغونې قرارداد یې د ۱.۲۵ میلیارد افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس سې‌شنبې د چنګاښ ۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا قرارداد د «مبارز برکت‌زی»ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره شوی دی. د هغه په وینا، د دې پروژې پلي کول د سالنګ د لویې لارې د بیا رغونې د پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ورکړل شوو جزئیاتو له مخې، دا پروژه د اولنګ له سیمې پیلېږي او تر جبل‌السراج پورې د ۱۵ کیلومترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په پلنوالي غځېږي. د دې طرحې په ترڅ کې به یاد سړک قیر شي.

په دې پروژه کې د پنځو نویو پلچکونو جوړول، د ۳۳ موجوده پلچکونو پراخول، او د سړک په یوه خوا کې د ۶۰۰ مترو ویالو جوړول هم شامل دي. د طالبانو چارواکي وایي چې دا اقدامات د ترانسپورټي زیربناوو د ښه والي او د لارې د خوندیتوب د زیاتېدو لپاره ترسره کېږي.

د عامه کټو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سالنګ د لویې لارې د سوېلي برخې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۱ میلیارده ۲۵۲ میلیونه ۷۸۳ زره او ۱۲۶ افغانۍ دی.

د شاوخوا ۶۴ افغانیو د هر ډالر د اوسط نرخ پر بنسټ، د دې پروژې ارزښت نږدې ۱۹.۶ میلیون ډالر اټکل شوی دی. دا شمېرې ښيي چې د هر کیلومتر د بیا رغونې لګښت له ۱.۳ میلیون ډالرو څخه زیات دی.

دا قرارداد د طالبانو د عامه ګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او د قراردادي شرکت د مسوول له لوري لاسلیک شوی دی. طالبان د پروژې د بشپړېدو د مودې او د پای نېټې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

طالبانو له ۱۴۰۱ هجري لمریز کال راهیسې د سالنګ لویه لاره او تونلونه په خپله رسمي بودیجه کې شامل کړي دي، خو له څو کلونو تېرېدو سره سره دا پروژې لا هم روانې دي او تر اوسه نه دي بشپړې شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.