TOOSnews
اعلان
طالبانو له چينايي پانګه والو سره د كانونو، سالنګ تونل او واخان دهلېز پر پراختيا خبرې كړي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو له چينايي پانګه والو سره د كانونو، سالنګ تونل او واخان دهلېز پر پراختيا خبرې كړي.

۲۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د وانګ بن چاینګ په مشرۍ د چین له لوړ پوړو پانګه‌والو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کاني زېرمو، لویو لارو، سالنګ تونل او واخان دهلېز د پراختیا او پانګونې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ دوشنبې د غويي پر ۲۹مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې چینايي پانګه‌والو ویلي، دوی د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، کانونو استخراج، د تېلو تصفیې او د برېښنا بندونو په برخو کې پرمختللې ټکنالوژي او کافي تجربه لري او غواړي دغه ټکنالوژي افغانستان ته هم انتقال کړي.

د خبرپاڼې له مخې، چینايي لوري ټینګار کړی، چې دوی به له اسیايي هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتولو لپاره، په ځانګړي ډول د لویو لارو په برخه کې اساسي پانګونه وکړي.

په ورته مهال ملا عبدالواسع ویلي، چې د طالبانو حکومت د کانونو ترڅنګ د سالنګ تونل او واخان دهلېز د بیا رغونې او جوړولو لپاره کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته بشپړه زمینه برابره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې بهرني پانګه‌وال باید د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د افغانستان ملي ګټو او د طالبانو اصولو ته هم پام وکړي او خپلې چارې په معیاري ډول مخته یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو بهرنیو پانګه‌والو په افغانستان کې د پانګونې ورته ژمنې کړې وې، خو ډېری یې عملي شوي نه دي او یوازې تر اعلانونو محدودې پاتې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.