TOOSnews
اعلان
د طالبانو پولیسو په کابل کې پر نجونو د موټر په وسیله د برید د عامل د نیولو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو پولیسو په کابل کې پر نجونو د موټر په وسیله د برید د عامل د نیولو خبر ورکړ.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل د پولیسو د طالبانو ویاند خالد ځدران ویلي چې هغه شکمن کس چې په کابل کې یې د نجونو یوه ډله په موټر وهلې وه، نیول شوی دی. د هغه په وینا، دا کس له خپل موټر سره یو ځای نیول شوی او اوس تر څېړنو لاندې دی. ځدران زیاته کړې چې د دې قضیې د څېړنې او رسېدنې بهیر لا هم روان دی.

دا پېښه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په پایله کې لږ تر لږه درې نجونې ټپیانې شوي دي. د طالبانو پولیسو د نیول شوي کس یو انځور هم خپور کړی چې پکې د هویت د خوندیتوب لپاره د هغه مخ پټ شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۷مه، رامنځته شوې ده. د دې پېښې ویډیو ښيي چې څو ښځې په یوه لاره روانې وې، چې یو سپین رنګه لندکروزر موټر د تیارو ښیښو او پرته له نمبرپلېټه په چټکۍ سره د هغوی په لور ور روان شو او له هغوی سره یې ټکر وکړ.

په ویډیو کې دا هم لیدل کېږي چې یاد موټر له ټکر وروسته د یو بایسکل‌سوارلی هم لاندې کوي. د دې ویډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

باخبره سرچینو ویلي چې ټپیانې نجونې د یوه سیمینار له ګډون وروسته په لاره وې. د دغو سرچینو په وینا، موټر په قصدي ډول د هغوی پر لور روان شوی او د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو لامل شوی دی.

د طالبانو پولیسو نږدې اته ورځې وروسته له دې پېښې او د ویډیو د پراخ خپرېدو په تعقیب د شکمن کس د نیولو خبر ورکړی دی. امنیتي چارواکو تر دې مخکې هم ویلي وو چې د دې پېښې عامل پېژندل شوی او د نیولو هڅې یې روانې وې.

سره له دې چې د شکمن کس د نیولو اعلان شوی، د طالبانو پولیسو تر اوسه د نیول شوي کس د هویت، د دې اقدام د احتمالي انګېزې او د قضیې د نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د دې پېښې د ویډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو او مدني فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي او هغوی د دې پېښې د ټولو اړخونو د روښانتیا او له عامل یا عاملینو سره د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.