لیکواله:سلیمه آریایي
سراجالدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، په کابل په ښار کې د ایران له سفیر، علی رضا بیک دلی سره ملاقات کړی دی.
د ایران سفارت په کابل کې د سهشنبې په ورځ، د غویي په ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دواړو لورو په دې ملاقات کې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي دي.
د ایران د سفارت په وینا، په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د ځینو مهمو مسایلو په اړه بحث او تبادل نظر شوی ده.
تر اوسه پورې د دې لیدنې د موضوعاتو په اړه نور تفصیلات نه دي خپاره شوي.
سراجالدین حقاني تیره ورځ هم د چین له سفیر سره په کابل کې ملاقات کړی و.








